فعالیت های انجمن

د «افغان نیاو غوښتونکو ټولنیز انجمن» سږکال د دسمبر لسمه د بشري حقوقو نړیواله ورځ پداسې حال کې لمانځي چې د جنایتکارانو په لاس ښکار ګرځیدليو بې ګناه او ملکي قربانیانو نوم‎لړ ورځ تربلې اوږدیږي. حکومتي دستګاه کې بې پرې فساد، چاودنې او ځانمرګي، د مخدره توکو بې ساری تولید او قاچاق، د انسان وژونکو او مافیایي بانډونو ملاتړ، پر ښځو او کوچنیانو ظلم او زیاتی، بیکاري، ناامني او نورې زرګونې ستونزې زموږ د وګړو پر اوږو ټاله کیږي. د ارګون او یحیی خیلو وینې له سترګو څاڅي، د مریم او قدسیې د هیلو پیټی نیمګړی پاتې شو، لیکن د دې ټولو جنایتونو عاملان زموږ په برخلیک باندې خپلې ناوړې واکمنۍ ته ادامه ورکوي.
تیرو دریو لسیزو په لړ کې زموږ هیوادوالو ډولاډول جنایتونه وازمایل، د روس چوپړو د دې خاورې زرګونه آزادي غوښتونکي بچیان په ګولیو سوري کړل، تنظیمي جنایتکارانو د بې شمیرې وژنې ترڅنګ د هیواد مادي او معنوي شتمني لوټ کړې او یا هم خپلو بادارانو ته یې ډالۍ کړې، د طالبانو تورو لښکرو هم د خپلو تنظیمي نیکونو په څیر له هیڅ ډول جنایت څخه لاس وانه خیست او په پای کې پر افغانستان باندې د امریکا له نظامي برید او د کرزي دولت د رامنځته کیدو وروسته، نه یوازې دا چې زموږ وګړو له دغو تیرو دریو دورو جنایتکارانو خلاصون ونه موند، بلکې یو ځل بیا تور مثلث چې د هماغه جنایتکارانو او بشري حقوقو سرغړونکو جوړښت دی، د واک په ګدۍ کښیناستل او د دیارلسو کلونو په لړ کې نور هم وپړسیدل.

امریکا د «ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې»، د «ښځو حقوقو» او «دموکراسي» تر شعار نوم لاندې یرغل راوړ، لیکن د ترهګرۍ پلویان، د ښځو ضد وګړي او د دموکراسۍ قسم خوړلي دښمنان او ډلې یې د خلکو په پختورګو کښینولې. د امریکا د سیوري لاندې د کرزي د دیارلسو کلونو د واکمنۍ لاسته راوړنې پرته له بې سارې بې وزلۍ، ناامنيو، د ځوانانو روږدي کیدو، پر ښځو او نجونو باندې د جنسي تیریو ډیریدو، فساد او بې ساري لوټ او غلاو او نورو ټولنیزو ناخوالو نور څه نه وو. یوازې «طالب ورونه» او یا «سیاسي مخالفان» نه دي چې هره ورځ د خپلو پاکستاني ملاتړو پرمټ د افغانستان لرو پرتو سیمو کې د وینو ویالې بهوي، بلکې امریکایي او ناټو ځواکونو هم په دې لړ کې لسګونه زره افغان ماشومان، ځوانان، ښځې او سړي د خپلو ړندو بمباریو په لړ کې وژلي دي. له بده مرغه د «انتقالي عدالت» پروژوي غوښتونکو د امریکایي او ناټو ځواکونو لخوا د ترسره شویو دې ټولو جنایتونو پروړاندې د نیوکې هیڅ غږ اوچت کړی ندی. امریکا چې پخپله په افغانستان کې د جنګي جنایتونو یوه برخه ده، هیڅ کله به هم دا ونه غواړي چې د نورو جنایتکارانو د محاکمه کیدو لپاره زمینه چمتو کړي. هغوی د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره په افغانستان کې په ناوړو څیرو پانګونه کړې او تر اوسه یې د هغوی له شتون څخه ښه ګټه ترلاسه کړې ده.

د روان کال ټاکنې چې په خپله د بشري حقوقو پښو لاندې کوونکي په هغه کې نوماند وو او یا د ټاکنو د ټیمونو له پلویانو څخه وو، له پیل څخه روښانه وو چې بوی به یې ټوله نړۍ پرسر واخلي. هغه څوک چې پر قانون او انساني وړوکو ارزښتونو باندې ولاړ نه اوسي، څرنګه کولای شي چې په یوه دموکراتیکه پروسه کې ګډون وکړي او له زور او درغلیو پرته ځواک ته ورسيږي؟ اوس‎مهال د بیکاره او فاسدو وګړو څخه رامنځته شوی د لوټ شرکت چې تیرو دیارلسو کلونو په لړ کې آزمایل شوی دی، هیڅ کله نشي کولای او نه غواړي آن تردې چې زموږ د خلکو ریښتینو غوښتنو د ترلاسه کولو په برخه کې ګامونه اوچت کړي. هغوی چې له میاشتو راهیسې پر «ونډې» چنې وهي، د خپلو او د شاوخوا مافیایي کړیو له ګټو پرته نور د هیڅ شي په اړه فکر نه کوي.

نو ویلی شو چې د بشري حقوقو نه مننونکو باندې تکیې وهلو سره چې پخپله د دې ناورینونو د رامنځته کیدو عاملان دي، نشو کولای د سولې، عدالت او سوکالۍ مخ وګورو. د عدالت غوښتونکو بنسټونو، خپلواک او دموکرات شخصیتونو، د قربانیانو کورنیو او ټولو وګړو یو بل ته په لاس ورکولو سره او د عمومي ټولیدو د لارې د جنایتکارانو محاکمه عملي کړو. که چیرې پخپله سره یو او خپل غږ اوچت نه کړو، نو باید بیا له دې څخه نور هم د بدو ورځو په تمه اوسو.

له دې سره چې «افغان نیاو غوښتونکو ټولنیز انجمن» هرې برنامې کې خپلې څرګندې غوښتنې وړاندې کړې دي، په لاندې توګه یې یو ځل بیا تکراروي:

۱- مونږ دولتی دندو څخه دخلق او پرچم هیواد پلورو د دوران، د تنظیمونو د خونړۍ واکمنی، دطالبانو دمنځنی پیړۍ د ځناورتوب د دوران او تر هغه وروسته بیا تر نن پوری د ټولو جنایتکارانو سم‎لاسی لري کیدلو غوښتونکی یو.
۲- مونږ په یوي واکمنې او بی لوري ملی او نړیوالې محکمي کي د دریو وروستیو لسیزو د ټولو په خیانت او جنایت تورنو کسانو دمحاکمي غوښتونکي یو.
۳- مونږ د امریکایی او ناتوځواکونو له خوا دغیر نظامی خلکو وژني سم‎لاسی ودریدلو غوښتونکي یو او باید د دغو ځواکونو جګره‎ایز جنایتونه نړیوالو محکمو ته را وکاږل شی.
۴- مونږ د جنایت په هري دوري پوري اړوندو ډله‎ایزو قبرونو د موندلو غوښتونکی یو.
۵- مونږ د جنایتکارانو په نوم دځایونو او واټونو نومول په کلکه غندو او هغه د خپلو بي ګناه شهیدانو د وینو سپکاوی او بي احترامی بولو.
۶- مونږ غوښتنه کوؤ چی د بي نومه تری تم شوؤ په نوم دیادګار څلی جوړه شی او د شهیدانو مزار په نوم سیمه ځانګري شی ترڅو دډله ایزو قبرونو جسدونه په عزت او درناوی هلته خاورو ته وسپارل شی.
۷- مونږ ټول افغانستان کی دخپلو هغو هیوادوالو څخه چي ورونه او خویندي، خپل خپلوان او د ځګرټوټې یي وروستیو دیرشو کالو کي د لاسه ورکړي هیله کوؤ چی مونږ سره اړیکه ونیسی او د هغوی شهادت او لاپتي کیدلو څرنګوالی راسره شریک کړي او د دریو وروستیو لسیزو دناورینونو د عاملانو محاکمه کولو په هڅو کي ونډه واخلی.
۸- یو موټی شو تر څو غږ مو لا لوړ او اغیزمن شی!

«دنیاو غوښتونکو ټولنیز انجمن»
۱۳۹۳ کال د لیندۍ ۱۹‎مه (۲۰۱۴ کال د دسامبر ۱۰مه)
فیسبوک:‌ www.facebook.com/SAAJS.Afghanistan
ګرځنده شمیره: ‌0707803560

  • afghan_kids_killed_by_usa_in_kunar_7_april_2013.jpg
  •  راضیه وزارت دفاع jpg.jpg
  •  ساحل.jpg
  •  احسان الله.jpg
  • 14.jpg
  • Template.jpg
  • selaman.jpg
  • setayes_killed_in_iran.jpg2.jpg
  • 7.jpg
  • 12.jpg
  •  عبدالستار کلکانی  1.jpg
  •  یاری.jpg
  • 13.jpg
  •  سرمد.jpg
  •  محمد نبی سفید چهره.jpg
Send Image