د کابل لاریونیان د جنګي مجرمینو محاکمه غواړي

(بی.بی.سی پښتو، چارشنبه ١١ ډسمبر ٢٠١٣ - ٢٠ لیندۍ ١٣٩٢): د افغانستان پلازمېنه کابل کې د تېرو جګړو د قربانیانو د کورنیو سلګونو غړو او د بشري حقونو فعالانو لاریون وکړ او د بشري حقونو د سرغړوونکو د محاکمې غوښتنه یې وکړه.
د افغانستان د عدالت غوښتونکو انجمن، چې دغه لاریون یې سمبال کړی و، وايي تر هغو به عدالت تامین نه شي، چې د بشري حقونو سرغړوونکي او جنګي مجرمین په واک کې وي.
دغه لاریون د بشري حقونو د نړیوالې ورځې او افغانستان کې د قربانیانو د اوونۍ د ورځې په پلمه جوړ شوی و.
لاریون د ملګرو ملتونو د دفتر او د ولسمشرۍ ماڼۍ له نژدې سیمې پیل شو، چې لاریون کوونکو په لاس لیکلي پیغامونه، شعرونه او د تېرو درو لسیزو جګړو د قربانیانو انځورونه له ځانه سره لېږدول.
د لاریون پای کې د پرېکړه لیک د اعلان په لړ کې دوی وویل، چې د وروستیو درو لسیزو جګړو د قربانیانو د ورثه وو هغو غوښتنو ته هېڅ کورني یا بهرني بنسټ د مرستې لاس نه دی اوږد دی، چې دوی ترې د جنګي مجرمینو د محاکمه کولو غوښتنه کړې ده.

دوی ویل، که چېرې یې غوښتنې ونه منل شي، خپلو لاریونونو ته به دوام وکړي.
لاریون کوونکو په افغانستان کې پر مېشتو ناټو ځواکونو او افغان حکومت هم نیوکه کوله، چې ګني بهرنیو ځواکونو ګڼ افغانان په بې رحمانه ډول وژلي، خو تر اوسه هېڅ کوم قاتل یې محاکمې ته نه دی راکش شوی.
د قربانیانو کورنیو نن ماښام د څرخي پله پولیګون او افشار سیمو کې د جګړو د قربانیانو په یاد ګلونه کېښودل او شمې یې بلې کړې.
د کابل افشار او نورې سیمې د تېرې ۹۰ لسیزې د مخکنیو جهادي ګوندونو ترمنځ په کورنۍ جګړه کې پر کنډوالو واوښتې، چې د کابل زرګونه ښاریان په کې ووژل شول.
د کابل څرخي پله پولیګون د خلق او پرچم د واکمنۍ پرمهال د زرګونو افغانانو د اعدام او بې ګناه وژنو شاهد و، چې بالاخره د نژدې پنځو زرو وژل شویو لست څه موده مخکې خپور شو.
سرچینه: بی.بی.سی پښتو
بی.بی.سی پښتو انځورونه: افغانستان کې د درې لسیزې جګړې نندارتون