قتل عام مردم کرهاله کنر در ۳۱ حمل ۱۳۵۸

د ۱۳۵۸ کال د حمل په ۳۱مه د کنړ وګړي د روسانو او د دوی د چوپړانو په لاس د کرهالې د اوسیدونکو د بې رحمانه وژلو شاهیدین وو. کودتا کوونکي چې د خپل بریالیتوب په مستئ کې ډوب وو، له ځان او شاوخوا اطرافیانو پرته د نور چا منلو ته حاضر نه وو او هر مخالف آواز یې د ټوپک په زور غلی کاوه. هغوی غوښتل چې د دې له لارې خپلې ناوړې واکمنۍ ته دوام ورکړي.

شهنواز تڼی، صادق عالمیار، شهنواز شهواني، سپین جان لالهاند او د روسیې یو شمیر نور لاسپوڅي د دې ټول وژنو لاملین بلل کیږي. هغوی نه یوازې د ترسره شویو جنایتونو په اړه ځان مسئول نه ګڼي، بلکې زیاتره یې په آزادانه ډول ژوند کوي. له دوی څخه یوازې صادق عالمیار تیر کال په هالنډ کې ونیول شو او دوسیه یې د هالنډ پولیسو لخوا د پلټنو لاندې ده.

د خلقي او پرچمي هیوادپلورو جنایتونه یوازې د کرهالې ټول وژنې باندې نه خلاصه کیږي، دوی د خپلو ۱۴ کلونو وینې بهونې واکمنۍ کې د دې خاورې زرګونه مبارز او آزادي غوښتونکي انسانان دمنځه ویوړل، د هرات د کب میاشتې پاڅون کې د ۲۴۰۰۰ وګړو وژل، د پلچرخي ډارونکو پولیګونونو کې په لسګونو زرو وګړو په شهادت رسوول چې په دې وروستیو کې یې د ۵۰۰۰ زرو وګړو لست خپور شو، د افغانستان د کلو او بانډو بمبار، په تول هیواد کې د میلینونو بمونو خښول چې لا تراوسه قربانیان اخلي او ... د روسیې غلامانو پایلې وې چې زموږ ملت یې لا تراوسه له شر څخه خلاص ندی.

د روسیې د لاسپوڅو د حکومت له پرځیدو وروسته د پاکستان او ایران جوړ شويو تنظیمونو زموږ د خلکو شا ونیوله او د خپلو اربابانو په فرمانونو یې د هیواد په تاریخ د تورو ورځو سیوری راخور کړ. د مادي او معنوي شتمنیو لوټ، د ښځو بې پته کول، یوازې په کابل کې د ۶۵۰۰۰ زرو وګړو وژل او سلګونه نور جنایتونه د دوی د واکمنۍ د څو کلونو کارنامې وې. د افغانستان لپاره د طالبي جهالت کسبو او ناوړو څیرو لښکرو رامنځته کول د لودیځ بله برنامه وه. طالبان د امریکا، انګلیس، سعودي عربستان او پاکستان مالي مرستو سره رامنځته شول، څو خپل ګام د تنظیمیانو پرځای کیږدي او پاتې ارزښتونه هم دمنځه یوسي. له طالبانو وروسته د امریکا د سیوري لاندې ۱۴ کلنۍ واکمنۍ کې هم زموږ خلکو زیات شمیر جنایتونه تجربه کړل؛ د کورنو د بمبار څخه نیولې د نا امنیو خپرول، د مخدره توکو کښت او قاچاق ډیرول، په واک کې د جنایتکارانو او د بشري حقوقو ناقضینو ته ځای ورکول او دغه راز لسګونو نورو لاسته راوړنو ته اشاره کولی شو .

نن ورځ د کرهالې وګړو اصلي قاتلین د ع او غ ونډه ییز شرکت په لوړو امنیتي پوستونو کې ځای پرځای شوي دي. د تلویزینونو پر پردو د هغوی شتون د کرهالې، هرات، کابل او د ټول افغانستان د قربانیانو کورنیو ټپونه تازه کوي. لیکن زموږ د خلکو د عدالت غوښتنې آوازونه به بې ځوابه پاتې نشي، د صادق عالمیار نیول چې زموږ د هیوادوالو پر هڅو ترسره شول، یوه لویه لاسته راوړنه وه چې کولای شي د کرهالې د نورو قاتلانو او دغه راز د ورستیو څلورو لسیزو د نورو جلادانو د محکمې پیل ورګرځي.

د «افغان نیاو غوښتونکو ټولنیز انجمن» په ۲۰۰۷ کال کې د رامنځته کیدو څخه راپدیخوا په خپل هر فعالیت کې د قربانیانو د کورنیو له درد څخه ډکې او پر حق غوښتنې وړاندې کړې دي او تر پایه زموږ دردیدلي او رنځیدلي وګړو ترڅنګ ولاړ دی او د عدالت د ترلاسه کولو لپاره د هر ډول زیان په منلو سره مخ پروړاندې به روان وي.

یو موټی شو تر څو غږ مو لالور او اغیزمن شی!

د افغان نیاوغوښتونکو ټولنیز انجمن
د وری ۳۱مه ۱۳۹۵ (۱۹ اپریل ۲۰۱۶)

  •  ساحل.jpg
  • afghan_kids_killed_by_usa_in_kunar_7_april_2013.jpg
  • 7.jpg
  •  عبدالستار کلکانی  1.jpg
  •  محمد نبی سفید چهره.jpg
  •  یاری.jpg
  •  احسان الله.jpg
  •  راضیه وزارت دفاع jpg.jpg
  • setayes_killed_in_iran.jpg2.jpg
  • 14.jpg
  •  سرمد.jpg
  • 13.jpg
  • 12.jpg
  • Template.jpg
  • selaman.jpg
Send Image