د ۱۳۸۶ کال د زمري په ۱۴مه د قربانیانو کورنیو په همت «انجمن اجتماعی دادخواهان افغان» جوړ شو. د انجمن له جوړیدو څخه ۹ کاله تیریږي، په دغه موده د انجمن غړو او پلویانو د ګڼو پروګرامونو په ترڅ کی د کړیدلو هیوادوال غږ پورته کړی او د خپل مټ په زور د جنایتکارانو او د هغوی بهرنیو ملاتړو پر وړاندی ودریدلی دي.

د ګڼو پیښو په اړه لاریونونه، په کابل او ولایتونو کی د قربانیانو له کورنیو سره لیدنه کتنه، د قربانیانو له ژبي ګزارشونه او د هغوی مستند کول، د تیرو څلور لسیزو قربانیانو انځورونو راټولول، په کابل او نورو ولایتونو کی د سرک غاړې انځوریز نندارتونونه، د قربانیانو له کورنیو سره شهیدانو لپاره د محفلونو جوړونه، د جګړې قربانیانو لپاره د څلۍ جوړول، له هغو نړیوالو بنسټونو سره مرسته چی د عدالت پلویان دی، پوهاوی ورکونکو کتابونو او بروشورونو چاپ او خپرول او داسی نور هغه کړنی دی چی انجمن په تیرو ۹ کلونو کی ترسره کړی دی. سربیره پر دی چی انجمن اجتماعی دادخواهان یوه مدنی بنسټ دی خو د انتقالی عدالت په برخه کی هم فعال دی، خو هیڅکله یی د قربانیانو له وینو او د عدالت ټینګښت سره انجوی او پروژوی برخورد ندی کړی او په دغه لاره کی رغنده او نه ډاریدونکی مبارزې ته ژمن دی.

اوس چی خلقی، پرچمی، تنظیمی، طالبی جنایتکاران او د امریکا ۱۵ کلنی واکمنی شخوند‎وهونکی د «ملی یووالی» په دسترخوان سره راټول شوی دی او مافیایی حکومت یی جوړ کړی دی، له دغې تورې کړۍ څخه د عدالت راوستلو غوښتنه بی‎ځایه ده او د خلکو په سترګو کی د خاورو شیندلو پرته بل هیڅ شی ندی. د نړۍ تاریخ دا ښودلی ده چی د خلکو برحقه غوښتنه هر کله سرتاسري شی او خلک یو موټی راولاړ شی کولای شی چی سولې، عدالت او هوساینې ته لاس رسی پیدا کړي. تر اوسه هیڅ بهرنی ځواک بل ولس ته سوله او عدالت ندی راوړی.

«انجمن اجتماعی دادخواهان» په هره برنامه کی خپلې غوښتنې بیانوی او د هغی تر پوره کیدو پورې خپلې مبارزې ته دوام ورکوی، یوځل بیا خپلې غوښتنی په لاندی توګه بیانوو:

1- مونږ دولتی دندو څخه دخلق او پرچم هیواد پلورو د دوران، د تنظیمونو د خونری واکمنی، دطالبانو دمنځنی پیری ایز وحشت د دوران او تر هغه و روسته بیا تر نن پوری د ټولو جنایتکارانودفوری لري کبدلو غوښتونکی یو .

۲-مونږ په یوي صلاحیت لرونکي او بی لوري ملی او نریوالی محکمي کي ددریو وروستیو لسسیزو د تولو په خیانت او جنایت تورنو کسانو دمحاکمي غوښتونکي یو.

۳- مونږ د امریکایی او ناتوځواکونو له خوا دغیر نظامی خلکو وژني د فوری دریدلو غوښتونکي یو او باید د دغو ځواکونو جګره ایز جنایتونه نریوالو محکمو ته را کاږل شی.

۴- مونږ د جنایت په هري دوري پوري اروندو ډله ایزو قبرونو د کشفولو غوښتونکی یو.

۵- مونږ د جنایتکارانو په نوم دځایونو او واټونو نومول په کلکه غندو او هغه د خپلو بي ګناه شهیدانو د وینو سپکاوی او بي احترامی بولو.

۶- مونږ غږښتنه کوؤ چی د بي نومه تری تم شوؤ په نوم دیادګار څلی جور شی او د شهیدانو مزار په نوم سیمه ځانګري شی ترڅو دډله ایزو قبرونو جسدونه په عزت او درناوی هلته خاورو ته وسپارل شی.

۷-مونږ ټول افغانستان کی دخپلو هغو هیواد والو څخه چي وروټه او خویندي، خپلوان او عزیزان او دځګرټوټي یي وروستیو دیرشو کالو کي د لاسه ورکری هیله کوؤ چی مونږ سره اریکه ونیسی او د هغوی شهادت او لاپتي کیدلو څرنګوالی راسره شریک کری او د دریو وروستیو لسیرو دناورینو نو د عاملان محاکمه کولو په هڅو کي ونډه واخلی.

۸- یو موټی شو تر څو غږ مو لالور او اغیزمن شی!

انجمن اجتماعی دادخواهان افغان
۱۴ اسد ١۳٩۵ (۴ اگست ۲۰۱۶)

  • ┘В╪з╪и┘Д┘З.jpg
  • ╪┤┘З█М╪п ╪▒╪з╪╢█М┘З ┘И╪▓╪з╪▒╪к ╪п┘Б╪з╪╣ jpg.jpg
  • 7.jpg
  • ╪п╪з┌й╪к╪▒╪з┘Ж.jpg
  • ╪┤┘З█М╪п ╪з╪н╪│╪з┘Ж ╪з┘Д┘Д┘З.jpg
  • █М┘Е█М┘Ж.jpg
  • ╪з╪м┘Е┘Д.jpg
  • ╪┤┘З█М╪п ┘Е╪н┘Е╪п ┘Ж╪и█М ╪│┘Б█М╪п ┌Ж┘З╪▒┘З.jpg
  • Template.jpg
  • ╪┤┘З█М╪п ╪│╪з╪н┘Д.jpg
  • ╪╡╪з╪п┘В █М╪з╪▒█М.jpg
  • 13.jpg
  • 12.jpg
  • ╪п╪з┘И┘И╪п ╪│╪▒┘Е╪п.jpg
  • afghan_kids_killed_by_usa_in_kunar_7_april_2013.jpg
  • selaman.jpg
  • setayes_killed_in_iran.jpg2.jpg
  • 14.jpg
  • ╪┤┘З█М╪п ╪╣╪и╪п╪з┘Д╪│╪к╪з╪▒ ┌й┘Д┌й╪з┘Ж█М  1.jpg
Send Image